د رسنیو د ملاتړ سازمان: طالبان د خپلو جرمونو د پټولو لپاره انټرنېټ بندوي

۲ ساعتونه مخکې

د رسنیو او د بیان د ازادۍ ملاتړ سازمان «نی» د طالبانو له‌خوا په یو شمېر ولایتونو کې د چټک انټرنېټ بندېدل وغندل. دغه سازمان وایي، د طالبانو له‌خوا دا اقدام د خلکو له معلوماتو څخه د مخنیوي، د بشري ضد جنایتونو پټولو او د نجونو پر زده‌ کړو د لا ډېرو محدودیتونو د لګولو لپاره شوی دی.

نی چې اوسمهال په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، وایي چې طالبان د افغانستان له لسو زیاتو ولایتونو کې د فایبر نوري انټرنېټ بند کړی دی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې انلاین زده‌کړې د نجونو د زده کړو د بندیز پر وړاندې یوه نسبي حل لاره وه؛ خو د انټرنېټ بندېدو دا چاره هم بې‌ اغېزه کړې ده.

دې ادارې ویلي، طالبان هڅه کوي یوه داسې کمېټه جوړه کړي چې د انټرنېټ لپاره یو «اسلامي بدیل» پیدا کړي او همدارنګه د تماسونو په ځانګړي ډول د ټلیفوني خبرو اترو د څارلو لارې ولټوي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې دا ډول اقدامات کولای شي د خلکو ژوند ان په خپلو کورونو کې هم له ګواښ سره مخ کړي.

د نی په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبان غواړي افغانستان په «دویم شمالي کوریا» بدل کړي.

شمالي کوریا یو کمونیستي هېواد دی چې د جنوبي کوریا ترڅنګ پروت دی او هلته د خلکو لپاره د انټرنېټ او ټلیفوني اړیکو لاسرسی تقریباً بند دی او که څوک پرته له اجازې انټرنېټ وکاروي، سختې سزاوې ورکول کېږي.

هلته یوازې دولتي ادارې د ځانګړې اجازې او تر سخت کنټرول لاندې انټرنېټ ته لاسرسی لري.

نی د انټرنېټ د بندېدو له سیاسي او ټولنیزو پایلو څخه خبرداری ورکړی. د دې سازمان په وینا، خلک به د انټرنېټي چوپتیا له امله خپلې نورې حقوقي ازادۍ له لاسه ورکړي او د طالبانو ظلمونه به پټ پاتې شي.

نی اندېښنه لري، چې نور به هېڅوک ونه شي کولای د افغانستان وضعیت نړۍ ته راپور کړي.

نور خبرونه

رادیو