طالبان: د مزار–تهران او هرات–مشهد د رېل پټلۍ پروژې عملي کار پیلېږي

۱۶ ساعتونه مخکې

طالبان وايي، د مزار–تهران او هرات–مشهد د رېل پټلۍ د جوړونې پروژې عملي کار په نږدې ورځو کې پیلېږي. د یادې پروژې د همغږۍ لپاره د ایران د رېل پټلۍ یو لوړپوړی پلاوی پرون (سې‌شنبه) د بلخ مزارشریف ښار ته تللی او هلته یې د دغې ډلې له چارواکو سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بلخ رسنیز مرکز د دغې ډلې د والي مرستیال ملا نورالهادي په حواله ویلي، چې د مزارشریف-حیرتان پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ځانګړی ارزښت لري. نوموړي ټینګار کړی، چې سیمه‌ییزه اداره د پروژې د امنیت او همکاریو بشپړ تضمین کوي.

ایراني پلاوي چې مشري یې د رېل پټلۍ د ادارې د مشرانو یوې ډلې کوله، د حیرتان-ترمذ د اورګاډي پټلۍ کرښه هم لیدلې او د تخنیکي چارو ترڅنګ یې د راتلونکو همکاریو په اړه خپلې ارزونې وړاندې کړې دي.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې استازو ژمنه کړې، چې د ګډو همکاریو په لړ کې به د اورګاډي پټلۍ د ښه خدمت او پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو