د بلوچستان په چمن ولسوالۍ کې یو ځايي کاروباري افغانستان انټرنشل ته وویل چې سلګونه کورنۍ د چمن – سپین بولدک دروازې ته څېرمه افغانستان ته د اوښتو په تمه سخت کړاو ګالي. وایي، دې ساړه موسم کې له کورنیو سره ډېر شمېر ماشومان هم دغه سختۍ ګالي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په وقفهيي ډول د دروازې د پرانېستل کېدو له کبله هلته د کډوالو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او سلګونه کورنۍ په شپو شپو افغانستان ته د راتګ لپاره انتظار کوي.
سرچینه وايي، له کورنیو سره ګڼ ماشومان هم په سړه هوا کې له امکاناتو پرته شپې سبا کوي.
که څه هم طالبان د چمن- سپین بولدک له لارې هره ورځ د ګڼو کورنیو د ستنېدو خبرونه ورکوي؛ خو د کډوالو د شمېر زیاتوالی او په وقفهیي ډول د دروازې پرانېستو خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.
په تورخم کې هم د بند پاتې افغان کورنۍ د ناسم وضعیت په اړه خبرونه ورکول کیږي؛ خو په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب ویلي چې دغه دروازه به نن شنبه د دوی پرمخ پرانېستل شي.
نوموړي ویلي چې له پرلهپسې هڅو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسولینو ډاډ ورکړی چې د تورخم دروازه به یوازې د ستنېدو افغان کډوالو پر مخ خلاصه شي.
د ډیورنډ پر کرښه ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماسخوتن د تلې ۱۹مه) پشاوخوا ۲۵۰۰ کیلومېټره ډیورنډ کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام ورکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ بندې دي.

