د موټر جوړونې نېسان کمپنۍ وايي، په امریکا، برازیل، لندن او جاپان کې به خپل فعالیتونه راکم کړي. دغې جاپانۍ کمپنۍ ویلي، چې د امریکا په کلیفورنیا او برازیل کې خپل د ډیزاین مرکزونه تړي او په لندن او جاپان کې به هم خپل فعالیتونه راکم کړي.
یادې کمپنۍ ویلي، چې د فعالیتونو کمښت یې د نوې ستراتېژۍ برخه ده. نېسان په دې اړه څه نهدي ویلي، چې د دوی دغه اقدام سره به څومره کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي.