د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د طالبانو سفیر ته ژمنه ور کړې، چې د شانګهای راتلونکې غونډې ته به طالبان وبلل شي. کابلوف ویلي، د شانګهای همکارۍ سازمان په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د ناظر غړیتوب ورکولو په تړاو اکثریت رایې ورکړل شوې دي.
په مسکو کې د طالبانو سفارت د چار شنبې په ورځ وویل، چې په ورسیه کې د دې ډلې سفیر مولوي ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
په مسکو کې د طالبانو سفارت د کابلوف له قوله لیکلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د ناظر غړیتوب د ورکولو لپاره اکثریت رایې کارول شوې او افغانستان به د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکو غونډو کې رسمي ګډون وکړای شي.
پر همدغه مهال په مسکو کې د طالبانو سفیر د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې ګډون اړین بللی دی.
د شانګهای همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه د وږي میاشت په ۱۱ نېټه د چین په تیانجین ښار کې ترسره شوه چې د نړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و، خو طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.