د کاناډا د ټرانسپورټ وزیرې له دندې استعفا وکړه

۳ ساعتونه مخکې

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني تازه اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیرې کرسټیا فریلېنډ له دندې استعفا کړې او د اوکراین د بیارغونې لپاره د ځانګړې استازې دنده یې منلې ده.

دغه اوکرایني الاصلې وزیرې د کاناډا په سیاست کې فعاله ونډه لرله او همدا راز یې له اوکراین څخه د کاناډا په ملاتړ کې مهم رول لوبولی دی. کاناډايي رسنیو ویلي، چې کیف ته د میلیاردونو ډالرو مرستو په جلب او همداراز د روسیې پر وړاندې د کاناډا د جدي دریځ په برخه کې د کرسټیا فریلېنډ هڅې د پام وړ مهمې وې.

نور خبرونه

رادیو