د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د دغه سازمان امنیت شورا ته په خبرو کې د افغانستان د بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او وايي، د درې نیمو کلونو په تېرېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز له امله اوس یو بشپړ نسل د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
روزا اوتنبایوا د چارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپل وروستی رپوټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړ.
د هغې ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیدلی دی.
هغې وویل چې د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان وروستۍ سروې ښيي چې د افغانستان اکثریت خلک د نجونو پر زدهکړو د بندیز مخالف دي. د نړیوال بانک اټکل هم ښيي چې دغه بندیز هر کال د هېواد اقتصاد ته ۱،۴ میلیارد ډالر زیان رسوي.
د ملګرو ملتونو استازې د طالبانو د دوهګوني چلند یادونه وکړه او ویې ویل: «له یوې خوا د طالبانو استازي له زلزلهځپلو سره د مرستې په برخه کې له نړیوالو موسسو سره همکاري کوي، خو له بلې خوا د ښځینه مرستندویانو د فعالیتونو پر وړاندې خنډ جوړوي».
هغې زیاته کړه چې د ښځو او ټولنیزو پاړکو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات او محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي او پوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه تر څو له دغه رژیم سره تعامل ته دوام ورکولی شي، چې پر خپلو خلکو ظلم کوي.
اوتنبایوا وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې، په تېرو څلورو کلونو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره۱۳ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.
هغې وویل چې ۷۵ سلنه خلک د نړیوالو بشري مرستو په تمه دي. هغې همداراز وویل چې افغان مهاجر په هېواد کې یو میلیارد ډالره اقتصادي ونډه لري.
هغې د تیرو څلورو کلونو مثبت ټکي د امنیت نسبي ښهوالی، د کوکنارو کښت کمېدل او د طالبانو «ټولبښنه» وبلل.
خو اوتنبایوا خبرداری ورکړ چې د ښځو او نجونو پر وړاندې زیاتېدونکي محدودیتونه، د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړیوالو مرستو ۵۰ سلنه کموالی، وچکالي او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې ستنیدنې افغانستان له یو لړ هممهاله بحرانونو سره مخ کړی دی.