یو افغان پناه‌غوښتونکی د بریتانیا د اصلاحاتو ګوند د مشر د «وژلو ګواښ» په تور محاکمه کېږي

۲ ساعتونه مخکې

افغان پناه‌غوښتونکی فیاض خان چې د ۲۰۲۴ کال اکټوبر کې په یوې ټیک ټاکي ویډیو کې د بریتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراژ د وژلو ګواښ کړی و، د لندن په محکمه کې محاکمه کېږي.

فراژ د سې ‌شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) محکمې ته وویل چې د فیاض خان ویډیو، چې پکې هغه د ټوپک د ډزې په څېر حرکات کړي و، «وېرونکې او کرکه‌پاروونکي» و.

فراژ د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۲مه یوه ویډیو په یوټیوب خپره کړې هغه په ویډیو کې د هغو پناه‌غوښتونکو په اړه خبرې کړې وې چې هڅه یې کوله بریتانیا ته داخل شي، په دې ویډیو کې د فیاض خان د ویډیو برخې هم شاملې وې.

د دغې ویډیو له خپرېدو دوه ورځې وروسته، فیاض خان چې پر مخ یې د کلاشینکوف ټوپک ټتو کړی و یوه بله ویډیو خپره کړه او فراژ څخه یې وغوښتل چې خپله ویډیو لرې کړي. وروسته یې د لاسونو د حرکاتو سره د ډزو حرکات ترسره کړل او وې ویل : «پاپ، پاپ، پاپ.»

د لندن د محکمې څارنوال منصفه هیت ته وویل، چې د فیاض خان د ټولنیزو شبکو ځینې پوسټونه دا ښيي چې «کېدای شي هغه وسلې ته هم لاسرسی ولري.»

نور خبرونه

رادیو