سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبراو انټرنېټ د قطع کولو په تړاو د طالبانو د مشر تصمیم نهايي دی او له کابل نه د ورغلي پلاوي خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې. د طالبانو مشر ویلي، چې دولتي ادارو او ډیپلوماتیکو استازځایونو ته د انټرنیټ ورکولو لپاره دې نوې کمپنۍ ایجاد شي.
په کندهار کې سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبر او انټرنیټ د قطع کولو په تړاو د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده تصمیم نهايي دی.
د انټرنیټي خدماتو د یوې کمپنۍ مسوول افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مشر د پرېکړې له مخې به یوازې محدود واټساپ شمېرو ته ، چې ددې ډلې په جواز به وېشل کیږي او تر څار لاندې به وي، انټرنیټي خدمات ورکول کیږي. دغه واټساپ شمېرې به سوداګرو او ځانګړو کسانو ته ور کول کیږي.
سرچینه وايي، له اترا ادارې، په کابل کې د طالبانو له چارواکو او په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د مخابراتي شبکو د مسوولانو او له کابل نه د تللیو طالب چارواکو لیدنې کتنې تراوسه بې نتیجې دي. ملا هبت الله تر اوسه په دې اړه خبرو اترو ته نه دی چمتو شوی.
سرچینې وايي، چې سلام مخابراتي شبکې ته ښايي د محدود انټرنیټ د توزیع اجازه ورکړل شي.
سرچینې وايي، ملا هبت الله ویلي، یوه نوې مخابراتي کمپنۍ رامنځته شي، چې یوازې ځینو دولتي ادارو، بانکونو او ډیپلوماتیکو استازځایونو ته د انټرنیټ خدمات ور کړي.
سرچینې وايي، چې له کابل نه د طالبانو د وزیرانو او نورو چارواکو د تللي پلاوي خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
کندهار ته د طالبانو یو شمېر وزیران او چارواکي تللي، چې د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د مالیې او اقتصاد وزیران، د کورنیو چارو وزارت لوی مرستیال ابراهیم صدر او افغانستان بانک رییس پکې شامل دي.
تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه پلاوي د سفر هدف د نوري فایبر او انټرنیټ خدماتو د قطع کولو په تړاو له مولوي هبت الله سره خبرې اترې دي.
طالبانو د خپل مشر په لارښوونه په کندهار، نیمروز، هلمند، کندز، مزار شریف او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نوري فایبر خدمات قطع کړي دي او په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو خدمات هم کله وصل او کله قطع کیږي.
سرچینې وايي، د طالبانو مشر غواړي په تدریج سره د انټرنیټ خدمات قطع کړي.
په مزار شریف کې طالب سرچینو وویل، چې ددغه اقدام هدف د « منکراتو» مخنیوی دی.