طالبان: د کجکي بند د اوبو سطحې د ټیټېدو له امله کندهار ته برېښنا نه شي برابرولی

۲ ساعتونه مخکې

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو برېښنا ریاست د برېښنا د دوامداره پرچاویو په تړاو له پرله‌پسې شکایتونو وروسته ویلي، اوسمهال په کجکي بند کې د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې او نور نه‌ شي کولای چې کندهار ښار ته د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.

د کندهار برېښنا ریاست د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د یوه وضاحت په خپرولو سره ویلي، «اوس مهال په کجکي بند کې د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده، چې له امله یې د برېښنا په تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی او نور نه‌ شي کولای چې کندهار ښار ته د اړتیا وړ برېښنا چمتو کړي.»

دغه ریاست زیاتوي، د یادې ستونزې له امله په ټول کندهار ښار کې نوبتي پرچاوي عملي کېږي او یوازې د ورځې په جریان کې هغه هم د ډيزلي او سولري برېښنا پر مټ له دوو تر درېیو ساعتونو برېښنا برابروي.

د کندهار برېښنا ریاست وايي: «له همدې امله اړ یو چې د ښار په ټولو لینونو کې نوبتي پرچاوي پلې کړو او یوازې د ورځې په جریان کې د ډیزلي او سولري برېښنا په مرسته له ۲څخه تر ۳ ساعتونو پورې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ټولو سیمو ته نوبتي برېښنا توزیع کړو.»

کندهار برېښنا ریاست له خپلو پېرېدونکو د زغم غوښتنه کړې او همداراز یې ډاډ ورکړی، چې «د کابل ـ کندهار د۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لین او همدارنګه د کجکي-کندهار د ۱۱۰ کیلوولټ دویم سرکېټ لین د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي چې له بشپړېدو سره به یې د کندهار ښار د برېښنا د کمښت او ټیټ ولټاژ ستونزه حل شي.»

د یادونې وړ ده، چې کندهار ښار ته برېښنا تر ډېره د کجکي بندله تولیدي دستګاه څخه برابرېږي او دغه دستګاه له کندهار او لښکرګاه ښارونو سربېره د سنګین، زمینداور، میوند او کجکي ولسوالیو لپاره هم برېښنا برابروي.

نور خبرونه

رادیو