په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنېټ د پرې کولو خبرونه د خلکو لپاره یوه لویه اندېښنه ګرځېدلې ده. د بلخ او کندهار تر څنګ په هلمند، نیمروز او روزګان کې انټرنېټي خدمات بند شوي او راپورونه ښيي چې د کندوز، ننګرهار، خوست او فراه په ولایتونو کې هم د ورته پلان د عملي کېدو امکان شته.

دا اقدام یوازې پر اړیکو او کاروبار اغېز نه کوي؛ بلکې د هېواد د ځوان نسل پر غږ، هویت او ټولنیزو حرکتونو یې هم ژور سیوری غوړولی دی.

دا حالت د یوې مهمې پوښتنې سبب کېږي: ایا په افغانستان کې هم د جین زي (تنکي ځوان کهول) د راپورته کېدو امکان شته؟

د نېپال تجربه؛ د جین زي (Gen Z) راپورته کېدل

نېپال کې په سپټمبر په میاشت کې داسې یو سیاسي بدلون رامنځته شو چې سرچینه یې د ځوانانو نارضایتي وه.

حکومت د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب پر کارولو بندیز ولګاوه، چې دا کار د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو غوسه راوپاروله. د کار نشتوالی، د فساد کچه، د بیان ازادۍ محدودیتونه او د "نیپوټیزم" تورونه د جین زي د لاریونونو اصلي عوامل شول. دا خوځښت د حکومت د سقوط او د نوي سیاسي واقعیت د رامنځته کېدو سبب شو.

د افغانستان او نېپال ورته والی

که څه هم افغانستان او نیپال د تاریخ، جغرافیې، عقیدې، زده کړو او سیاسي باور له پلوه ډېر توپیر لري، خو د ځوان نسل د ناخوښۍ عوامل ورته دي.

دا ورته والی د ټولنیزو رسنیو له برکته دی، چې له نړۍ سره ځوانان وصل شوي او د خپل حق په پار غږ پورته کوي.

په نېپال کې زرګونو ځوانانو انټرنېټ او ټولنیزې رسنۍ د خپل کاروبار او ژوند وسیله ګرځولې وه، چې له بندیز سره یې د ځوانانو غوسه راوپارېدله، کټ مټ په افغانستان کې هم یو محدود شمېر ځوانان انټرنېټ د خپل رزق وسیله ګرځولې او همدا راز د اړیکو او کاروبار په پار درې کار اخلي چې محدودیت یې ورته غوسه راپارولی شي.

په افغانستان کې اقتصادي بحران دومره ژور شوی چې د ځوانانو لپاره د کار او فرصتونو نشتوالی د مهاجرت د څپو سبب شوی.

په افغانستان کې دا مهال نېږدې اووه میلیونه انسانان ټولنیزې رسنۍ او انټرنېټ کاروي او پر انټرنېټ بندیز ښايي دا کړکېچ لا پیاوړی کړي.

دا مهال په افغانستان کې د ټولیزو اړیکو ټول وسایل تر سخت سانسور لاندې دي او ټولنیزې شبکې د طالبانو تر فشار لاندې په پرله‌پسې ډول بندېږي، چې دا چاره د ځوان کهول د نارضایتۍ او غوسې سبب ګرځي.

همدا راز د ټولنې نیمایي برخه له بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې، چې دا د جین زي د غوسې یو مهم محرک ګرځېدلی شي.

بل خوا طالبان د ټول واک څښتنان دي او د خلکو ګډون په سیاسي بهیر کې نفي کوي چې دا چاره هم د جین زي د انقلاب او درېدو سبب ګرځېدلی شي.

د افغانستان ځانګړې ستونزې

سره له دې چې عوامل ورته دي، خو افغانستان د ځانګړو شرایطو له امله د نیپال د سناریو بشپړه تکرار نه شي کولی:

  • سخت امنیتي کنټرول: طالبان د پولیسو، استخباراتو، امربالمعروف او سختو سزاګانو له لارې هر ډول مظاهرې یا غونډې په لومړیو ساعتونو کې ځپي، چې له امله یې د راپورته کېدو امکان کمیږي.
  • انټرنېټي محدودیتونه: په داسې حال کې چې د نیپال جین زي (Gen Z) د ټولنیزو شبکو له لارې منظم شول، په افغانستان کې د انټرنېټ پرېکول او سانسور د همدې وسیلې کارونه ډېر محدودوي، خو که چېرې د سټلایټ له لارې انټرنېټ تنظیم شي د راپورته کېدو هماهنګي زیاتېدی شي.
  • سیمه‌ییز وېش: د افغانستان ټولنه یو موټی سیاسي غبرګون ته په ډېره سخته راټولېږي، ځکه سمتي وېشونه د ګډ غږ پر وړاندې خنډ دي.

د افغان جین زي ځواک او د اعتراض بدیلې لارې

افغانستان د نړۍ یو له تر ټولو ځوانو ټولنو څخه دی؛ شاوخوا ۶۵ سلنه نفوس یې د ۲۵ کلونو څخه کم عمر لري. دغه نسل د نړۍوالو ارزښتونو، ټېکنالوژۍ او د بشري حقونو له ژمنو سره اشنا دی. که څه هم دوی د ښکاره لاریون توان نه لري، خو د اعتراض نوې بڼې یې رامنځته کړې دي:

  • پرلیکه مقاومت: د ټولنیزو شبکو پر مټ د طالبانو پر وړاندې کمپاینونه او نړۍوالو ته د پیغام لېږل یوه تر ټولو مهمه وسیله ده.
  • فردي اعتراضونه: د ښځو او نجونو وړې غونډې، د زده کړو مخفیانه دوام او د مدني خوځښتونو کوچني شبکې چې غږ یې د رسنیو له لارې غبرګ شي.
  • د کډوالۍ څپې: زرګونه ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، چې دا خپله د یو ډول اعتراض څرګندونه ده.

په افغانستان کې د Gen Z د راپورته کېدو ټول شرایط شته، بېکاري، اقتصادي ستونزې، د بیان د ازادۍ نشتوالی، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل او د انټرنېټ بندېدل؛ خو د طالبانو د امنیتي فشار او ټولنیزو وېشونو له امله دا خوځښت نه شي کولای د نیپال په څېر ښکاره او پراخه بڼه غوره کړي.

افغان جین زي به غالباً خپل غږ په پټو، مجازي او انفرادي لارو ورسوي. که طالبان د ازادۍ د محدودولو لاره همداسې پر مخ یوسي، نو د ځوان نسل غبرګون به د "انلاین مقاومت" په بڼه واورېدل شي او یا به هم د کډوالۍ په څپو کې انعکاس شي.

په هر حال، د افغانستان د راتلونکې سیاسي معادلې پر جوړولو کې د دې نسل رول له پامه نه شي غورځول کېدی.

نور خبرونه

رادیو