په کندهار کې د انټرنېټ د خدماتو یوې شبکې او ځینو ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو په امر د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع شول.
دوی زیاتوي چې له سهار راهیسې د نوري فایبر انټرنېټ کار نه کوي.
سرچینو له وړاندې ویلي و، چې له بلخ ولایت وروسته به په کندهار او هرات کې هم نوري فایبر قطع شي.