د تېرې اګسټ میاشتې په وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ له لوري پر هند لګېدلو لوړو امریکایي تعرفو د دغه هېواد د ټوکر صنعت ته سخته ضربه رسولې ده. د هند په هغه ایالتونو کې چې د ټوکر د تولید مهم مرکزونه بلل کېږي، د ټوکر په اړه نوي فرمایشونه په ټپه درېدلي دي.
د هند صنعت کاروانو ویلي، که له ځنډ پرته په دغه برخه کې ګامونه پورته نهشي؛ نو ښايي په دغه صنعت کې سلګونه زره بوخت کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.
هند په نړۍ کې د ټوکر او جامو لوی تولیدوونکی هېواد دی، چې د دغه هېواد پر اقتصادي وده کې خورا مهم صنعت هم ګڼل کېږي.