د ۲۰۲۵کال د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه نن له بنګله دېش سره کوي. دغه لوبه به نن سېشنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو په ابوظبي کې پیل شي.
ننۍ لوبه د دواړو افغانستان او بنګله دېش لوبډلو لپاره ځکه مهمه ده، که افغانستان لوبه وګټي؛ نو بل پړاو ته یې تګ یقیني کېږي او که بنګله دېش یې وبایلي نو ښایي له بل پړاو سیالیو پاتې شي.
افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له هانګ کانګ لوبډلې څخه په لوی توپیر ګټلې او اوس د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.
د افغانستان درېیمه لوبه به دوه ورځې وروسته (د سپټمبر په ۱۸مه) نېټه له سریلانکا سره وي.