د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، له پاکستان نه د افغانانو د اېستلو بهیر په لړ کې تېره ورځ دوشنبه ۵۵۸۱ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ پرون ۲۴۸۳ کسان بیا له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد کمېسیون زیاته کړې، چې دغه کډوال د سپین بولدک، تورخم، اسلامکلا او د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.