تازه د اسراییل پوځ په غزه کې د حماس ډلې د لهمنځه وړلو په موخه د پوځي عملیاتو له پراخېدو خبر ورکړی دی. د اسراییل دفاع وزیر ویلي، دغه عملیات به تر هغې دوام وکړي چې د اسراییل پوځ خپلې موخې نه وي ترلاسه کړې.
له بل پلوه په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې له تازه پیل شویو ځمکنیو او هوايي عملیاتو له کبله د سېشنبې له سهار راهیسې ۱۲ مړي ور وړل شوي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.

