ایرانی چارواکی: تر دې وروسته بې‌اسناده افغان کډوال په خپل سر له ایران نه نه‌شي وتلای

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۵

د ایران د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر جعفر سيد ابادي ویلي، چې تر دې وروسته بې‌اسناده افغان کډوال په خپل سر د دوغارون له لارې افغانستان ته نه‌شي تلای؛ بلکې دوی به د حسن‌اباد او سفید سنګ پنډغالو ته ځي او هلته به قانوني پړاوونه بشپړوي.

اېراف خبري شبکې سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) د ایران د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو مشر جعفر سيد ابادي له خولې لیکلي، چې تر دې وروسته به ناقانونه افغان کډوال په خپل سر د دوغارون له لارې افغانستان ته نه ځي.

سيد ابادي وايي، چې دغه کډوال به لومړی د حسن‌اباد او سفید سنګ پنډغالو ته ځي او هلته به قانوني پړاوونه بشپړوي.

دغه ایرانی چارواکی زیاتوي، دوی دا کار د افغان کډوالو د انساني کرامت او خدمت لپاره کړی دی؛ ځکه چې په دغه پنډغالو کې افغانانو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

جعفر سيد ابادي وايي، چې په دغه پنډغالو کې تر قانوني پړاوونو تېرولو وروسته کډوال په اسانه دوغارون ته تلای او له هغه ځایه افغانستان ته ستنېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دغه هېواد کې مېشتو بې‌اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي؛ کنه پولیس به یې په جبري توګه له دغه هېواده وباسي.

نور خبرونه

رادیو