عمران خان د اڅکزي په مشرۍ افغانستان ته د سولې پلاوي استولو وړاندیز کړی

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان ویلي، چې د افغانستان او قبایلي سیمو د سولې لپاره د طالبانو، افغانانو او قبایلي مشرانو درې اړخیزې ناستې ته اړتیا ده. عمران خان د محمود خان اڅکزي په مشرۍ افغانستان ته د سولې پلاوي استولو وړاندیز کړی.

خان په یوه پیغام کې چې د نوموړي پر ایکس خپور شوی، ویلي: «د قبایلي خلکو، د افغانستان د حکومت او د افغان ولس ترمنځ ګډه همکاري دایمي سولې ته لاره پرانیزي. له دې درې اړخیزې همغږۍ پرته عملیات نه بریالي کېږي او نه دایمي حل رامنځته کېږي.»

هغه د پاکستان د پوځ پر اوسنیو تګلارو نیوکه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د پوځ مشر عاصم منیر له ګومارل کېدو وروسته له افغانستان سره اړیکې قصدا خرابې شوې.

عمران خان زیاتوي، « لومړی د طالبانو حکومت ته ګواښونه وشول، بیا افغان کډوال جبرا وشړل شول، وروسته بریدونه پر افغان خاوره وشول او اوس په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په نوم ګامونه پورته کېږي».

د پاکستان پخواني لومړي وزیر ټینګار کړی، چې د دغو تګلارو پایله یوازې د پاکستان د خلکو تلفات دي، نوموړی زیاتوي: «پولیس، پوځیان او عام ولس وژل کېږي، حال دا چې دا ټول زموږ خپل خلک دي، په دا ډول سیاست سوله نه شي ټينګولی، سوله یوازې د خبرو له لارې راتلای شي.»

عمران خان خبرداری ورکړی، چې پوځي عملیات به ترهګري نوره هم زیاته کړي او د پولیسو د مصروفېدو له امله به د قانون او نظم حالت نور هم خراب شي.

د هغه په وینا، دا تګلارې د عوامي نېشنل ګوند د حکومت پر مهال هم ناکامې شوې وې.

هغه په خېبر پښتونخوا کې پر ولسي استازو غږ کړی، چې د خپل اعلی وزیر په مشرۍ د ایالتي ستونزو د حل لپاره ګډه ناسته وکړي او په ځانګړي ډول د وروستیو سېلاب ځپلو سیمو د سولې او بیارغونې لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.

خان خپلو متحدینو ته وړاندیز کړی، چې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د سولې پلاوی افغانستان ته واستوي او د خبرو له لارې د ستونزو حل ولټوي.

نور خبرونه

رادیو