د ډونالډ ټرمپ ادارې تازه اعلان کړی، چې په راتلونکي مالي کال کې یې په دغه هېواد کې د تور پوستو او قبایلي ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو لپاره ۵۰۰ مېلیونه ډالره اضافي بودجه ځانګړې کړې ده.
د امریکا د پوهنې وزارت ویلي، چې دغه پیسې به په یادو ښوونیزو مرکزونو کې د زدهکړیالانو او د هغوی د کورنۍ د ملاتړ په پروګرامونو ولګول شي.
په امریکا کې له تاریخي پلوه تور پوستي پوهنتونونه (Historically Black Colleges and Universities – HBCUs) هغه ښوونیز بنسټونه دي، چې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د هغو افریقايي الاصله امریکایانو لپاره جوړ شوي وو چې د توکمیز توپیر او تبعیضي قوانینو له امله نورو پوهنتونونو ته یې د تګ اجازه نه لرله.