فلسطیني چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو لږ تر لږه ۳۰ استوګنیزې ودانۍ په غزې ښار کې ویجاړې کړې او زرګونه خلک یې له خپلو کورونو نه وتلو ته اړ کړل. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ د جګړې د راتلونکي په اړه د خبرو لپاره اسراییل ته تللی و.
اسراییل خبرداری ورکړی، چې پلان لري د یو مېلیون وګړو د استوګنې دغه ښار ونیسي. دا د اسراییل د اعلان شوې موخې برخه ده، چې غواړي د حماس وسلهواله ډله په بشپړه توګه لهمنځه یوسي. هممهاله اسراییل د دغه ډلې پر مرکزونو هم بریدونه پراخ کړي دي.