د مقاومت جبهه: په بغلان کې مو په مخامخ جګړه کې ۲ طالبان وژلي او بل مو ټپي کړی دی

۲ ساعتونه مخکې

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ادعا کړې، چې د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې یې تېره شپه (د وږي ۲۳مه) له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ۲ طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د مقاومت جبهه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه جګړه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې په «جریان» کلي کې رامنځته شوې او شاوخوا ۲۰ دقیقې یې دوام وکړ.

دغه جبهه ادعا کوي، چې په یاده جګړه کې د دوی ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو