د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې ده، چې د دوی جنګیالیو تېر ماښام د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو پر ادارې راکټي برید کړی چې دوه طالبان په کې ټپيان شوي دي.
دغې جبهې نن دوشنبه (د وږي ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه برید کې دوه طالبان ټپيان شوي؛ خو د یادو طالبانو د هویت او رسمي دندې په اړه بیا څه نه دي ویل شوي.