طالبان: په کندوز کې د منفي تبلیغاتو په تړاو ۲ او د جنايي جرمونو په تړاو ۶ کسان نیول شوي دي

۲ ساعتونه مخکې

طالبانو په کندوز ولایت کې ۲ کسان د دوی پر ضد د «منفي تبلیغاتو» او «ناسمو» ویډیوګانو د جوړولو او همدارنګه د «نامشروع اړیکو او غلا» په تور د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان نیولي دي.

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، دوه کسان یې د دغه ولایت په خانه اباد ولسوالۍ کې په داسې حال کې نیولي، چې د طالبانو پر ضد د «ناسم» او «منفي تبلیغاتو» په تړاو د ویډیوګانو پر جوړولو بوخت و.

د دغې قومندانۍ ویاند وايي، دغه کسان چې د خان اباد ولسوالۍ د فېروز کوهي سیمې اوسېدونکي دي، تېره ورځ د وږي په ۲۳مه په داسې حال کې ونیول شول چې د طالبانو پر ضد یې «تبلیغاتي ویډيوګانې» جوړولې او په وینا یې «له دې سره به یې د خلکو ذهنونه خرابول.»

ویل کېږي، چې له یادو نیول شویو کسانو په زور اعترافونه هم اخیستل شوي چې ورته ډېر کارونه یې کړي دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بیان ازادي ډېره محدوده شوې او هېڅوک په خپله خوښه ویډيو او یا هم عکسونه نه شي اخیستلای.

له دې سره سم، طالبانو په تېره اوونۍ کې د کندوز ښار له شاوخوا سیمو د «نامشروع اړیکو او غلا» په تور د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان هم نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو