د عربي او اسلامي هېوادونو بېړنۍ ناسته؛ د یو شمېر اسلامي هېوادونو مشران دوحې ته رسېدلي دي

۲ ساعتونه مخکې

د عربي او اسلامي هېوادونو ګڼ شمېر مشران د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي؛ څو په هغه بېړنۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي، چې پر قطر د اسراییل د وروستیو هوايي بریدونو، د فلسطین کړکېچ او په زوره د فلسطینیانو بې کوره کېدو په تړاو پرېکړې وکړي.

په دې ډله کې د مالیزیا لومړی وزیر نور ابراهیم، د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود، د جیبوټي ولسمشر اسماعیل عمر ګېله او د فلسطین دولت مشر محمود عباس دوحې ته رسېدلي دي. هم‌مهاله د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه ناسته کې د ګډون لپاره پر لاره دی.

نور خبرونه

رادیو