د ایران یو لوړپوړی پلاوی د اقتصادي خبرو اترو لپاره کابل ته ورسېده

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې یو لوړپوړی ایرانی پلاوی د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د ګډو پانګونو د ودې په موخه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

د سوداګرۍ وزارت له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي، چې دغه پلاوی نن دوشنبه د ( وږي ۲۴مه) کابل ته رسېدلی او له ځینو طالب چارواکو سره یې کتلي هم دي.

د دغه ایراني پلاوي مشري د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک کوي او ورسره د دغه هېواد د پارلمان د ځینو غړو په ګډون ځینې نور چارواکي یې هم ملتیا کوي.

ټاکل شوې، چې یاد ایرانی پلاوی به په کابل کې له طالب چارواکو سره تر لیدو کاتو وروسته هرات ته هم سفر وکړي او هلته به د اسلام‌کلا بندر، د رېل پټلۍ او د کانونو له پروژو لیدنه وکړي.

یاد وزارت ویلي، چې ایرانی پلاوی به د خصوصي سکټور له ځینو استازو هم سره هم وګوري.

نور خبرونه

رادیو