د خبېرپښتونخوا صوبې د روغتیا او ګرځندوی مسولینو په دغه صوبه کې د روغتیايي ګرځندوی خدمتونو د پراخولو په اړه ناسته کړې. دوی وایي غواړي د منځنۍ اسیا د ناروغانو لپاره د ویزې د اسانتیا ترڅنګ په تورخم کې ځانګړې څانګه جوړه کړي.

د روغتیايي ګرځندوی د خدماتو پراخولو لپاره نن شنبه (د وږي ۲۲مه) په پېښور کې د خېبرپښتونخوا د ګرځندوی او روغتیا برخې چارواکو ترمنځ ناسته شوې ده.

دغو چارواکو ویلي، چې په یاده صوبه کې د روغتیايي ګرځندوی پراخ فرصتونه شته او هر کال له امریکا، اروپا، منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول له افغانستان څخه ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته سفرونه کوي.

د دغو چارواکو په خبره حکومت غواړي چې د خېبر پښتونخوا صوبي د اقتصادي پیاوړتیا او ناروغانو ته د نړیوالو معیارونو روغتيايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو پرېکړه کړې، چې د روغتیايي ګرځندوی د خدمتونو پراختیا لپاره په پېښور کې د حیات اباد روغتون، د پښتورګو د ناروغیو انسټېټیوټ، د زړه د ناروغیو انسټېټیوټ او سوځېدلو ناروغانو د درملنې ځانګړې مرکز کې بسترونه ډېر کړي.

یادو چارواکو ویلي، چې د کورنیو چارو او روغتیا وزارتونو له خوا جوړېدونکې طرحه به له علي امین ګنډاپور سره شریکه کړي او ډېر ژر به د روغتیايي سفرونو د خدماتو چاري پراخې کړي.

نور خبرونه

رادیو