د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د ترینګلتیا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. د اختلاف اصلي ټکی د اسلاماباد امنیتي اندېښنې دي چې د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» د فعالیتونو سره تړاو لري.
په مقاله کې دغه راز راغلي، پاکستان ادعا لري چې «ټيټيپي» د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څو ورځې وړاندې څرګنده کړه، چې طالبان باید یو لوری وټاکي؛ یا دې له پاکستان سره ودرېږي او یا دې د «ټيټيپي» ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد سرحدي بریدونه د اسلاماباد لپاره هېڅکله د منلو وړ نه دي.
له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان تور پورې کړی و، چې د ننګرهار او خوست په ځینو سیمو کې یې هوایي بریدونه کړي، چې په خبره یې څو ملکي وګړي پکې وژل شوي دي. خو اسلاماباد دا تورونه رد کړي او دا یې د طالبانو د امنیتي نیمګړتیاوو د پټولو هڅه بللې ده.
مقاله زیاتوي، له هغه وخته چې طالبان څلور کاله وړاندې یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول، د تحریک طالبان پاکستان بریدونه په پاکستان کې په بېسارې توګه ډېر شوي دي. اسلاماباد په پرلهپسې توګه غوښتنه کړې، چې طالبان دې دغه ډله مهار کړي، بې وسلې کړي او مشران یې ونیسي، خو د طالبانو له خوا ورکړل شوې ژمنې عملي شوې نه دي.
ډان ورځپاڼه وایي، په وروستیو کلونو کې پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونه کړي، په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې. سربېره پر دې، پاکستان د افغانستان پر سوداګریز ټرانزیټ محدودیتونه لګولي او د افغان کډوالو پر بېرته ستنېدو یې هم فشار زیات کړی.
سره له دې، اسلاماباد هڅه کړې چې د ډیپلوماټیکو سفرونو له لارې اړیکې ورغوي، خو د دواړو لوریو ترمنځ د باور کچه لا هم ټیټه ده.
د ډان و رځپاڼې د مقالې له مخې، پاکستان خبرداری ورکړی که د افغانستان له خاورې د سرحدي بریدونو لړۍ دوام وکړي، د اسلاماباد د هوايي عملیاتو لمن به د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېږي.
د طالبانو او پاکستان اړیکې له لومړي ځل واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) راهیسې په لوړو ژورو کې تېرې شوې دي. پاکستان هغه مهال د طالبانو د اصلي ملاتړو هېوادونو له ډلې څخه و او یوازینی هېواد و، چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و. خو د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته دا اړیکې ورو ورو ترینګلې شوې دي.
د دې ترینګلتیا اصلي لامل د «ټيټيپي» شتون دی؛ دا ډله چې له پاکستاني طالبانو جوړه شوې او له کلونو راهیسې د پاکستان پر پوځ او امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. پاکستان تل د کابل له چارواکو غوښتي، چې د دې ډلې پر ضد اقدام وکړي، خو دا غوښتنه تر اوسه نه ده پوره شوې.
کارپوهان باور لري، چې د طالبانو او پاکستان د اړیکو خرابېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي وضعیت زیانمنوي، بلکې د ټولې سیمې د امنیت لپاره هم جدي ګواښونه لري.
د کډوالو زیاتېدل، د سوداګرۍ بندښت او د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې هڅې د دې اړیکو د خرابېدو لومړنۍ اغېزې ګڼل کېږي.