د افغاني سرې میاشتې طالب چارواکو د نړیوالو مرستندویانو له استازو سره د یوې ګډې ناستې پرمهال په کونړ کې له زلزله ځلو سره د مرستو او کورونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
افغاني سرې میاشتې د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون، د ترکيې او قطر د سرې میاشتې، د ناروې او ډنمارک د سره صلیب له استازو سره یې په ګډه ناسته کې د کونړ په زلزله کې د زیانمنو شویو کورنیو د ځان بسیاینې، کورونو جوړولو او نورو اړینو پروژو د پیل او مرستو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
طالبانو ویلي، چې د مرستندویه ادارو استازو ژمنه کړې، چې د زلزله ځپلو کورنیو له اړتیاوو سره سم به خپلې مرستې تنظيم کړي او د هغوی د دايمي استوګنې لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.