طالبان: پرون له ایران او پاکستان نه یو زرو او ۲۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۶ ساعتونه مخکې

د کډوالو ستونزو ته د طـالبانو د رسېدنې کمېسیون وایي، یوازې پرون (شنبه، وږي ۲۲مه) د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو نه یو زرو او ۲۸۵ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې څه باندې اوه نیم زره کسان کېږي، افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، دا کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، انګورو اډې، بهرامچې او اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو همدا راز ویلي چې ستنو شویو کورنیو سره د لومړنیو توکو مرستې هم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي توګه له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په ورځي ډول روانه ده.

نور خبرونه

رادیو