تېره ورځ پاکستان او ایران تر ۱۲زره ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۱۲۶۶۶ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. یاد کمېسیون ویلي، چې دغه کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د یاد کمېسیون راپور ښيي، چې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۶۶۷ کورنۍ، د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۷۶ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۰۱ کورنۍ او د نیمروز د ورېښمو په له لارې بیا ۳۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

نور خبرونه

رادیو