ایرانۍ رسنۍ: افغانستان ته په سونګ موادو بار موټرونه د اورلګېدنې له ګواښ سره مخامخ دي

۳ ساعتونه مخکې

ایرانۍ رسنیو د تایباد ولسوال حُسین جمشیدي په حواله راپور ورکړی چې افغانستان ته تېل او نفت د نورو محصولاتو تر صادراتو ډېر مهم دي، نو باید د اورلګېدنې او نورو طبيعي پېښو مخنيوي ته یې پاملرنه وشي.

جمشیدي وویل: «هره ورځ په سونګ موادو بار تر زرو ډېر موټرونه د دوغارون له لارې افغانستان ته ځي او په لاره کې د قانوني اسنادو بشپړولو لپاره څو ساعته او کله کله څو ورځې ځنډول کېږي چې دا کار سوداګرو ته لوی سرخوږی او ګواښ دی.»

د تایباد ولسوال زیاته کړه: «په سونګ موادو بار موټرونو او ګڼې ګوڼې ته په کتو د اورلګېدنې امکان ډېر دی، باید د اورلګېدنې د مخنیوي او کار د چټکتیا وسایل ډېر کړل شي.»

د هغه په وینا، د دې لپاره چې د سونګ په موادو بار موټرونه د لږ وخت لپاره تم کړل شي باید له ټولو ضروري ظرفیتونو استفاده وشي.

هغه زیاته کړه: «په تایباد ښار کې دولتي او خصوصي پارکینګونه لږ او تجارتي موټرونه ډېر دي. باید د پېښو د مخنيوي لپاره دا پارکینګونه په پرمختللو وسایلو سمبال کړای شي.»

د تایباد د ولسوال په خبره، که څه هم د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره ابتدايي وسایل شته، خو باید د ایران او افغانستان د سوداګرو د اندېښنو لېرې کولو لپاره عصري وسایل ولګول شي.

جمشیدي زیاته کړه: «همدا اوس د دوغارون د ګمرک تاسیسات کمزروي او طبيعي پېښو پر وړاندې له جدي ګواښ سره مخ دي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.»

نور خبرونه

رادیو