د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد تابک به سبا (دوشنبه د وږي ۲۴مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي. سید محمد اتابک به په دې سفر کې له طالب چارواکو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د صنعت او سودګرۍ له وزیر سره د یاد پلاوي د سفر په تړاو خبرې کړې وې او زیاته کړې یې وه، چې تهران غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونې وکړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دمګړی افغانستان د ایران د صادراتي سوداګریزو توکو لپاره پنځم ځای لري.
د یوه بل خبر له مخې، د ایران د خصوصي سکټور د یوې برخې رييس مهرداد اکبریان د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال عبدالرحمان قانت سره په کتنه کې د افغانستان پر کانونو د پانګونو لپاره د ایران د خصوصي سکټور لېوالتیا هم څرګنده کړه.
په دې کتنه کې چې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) د کانونو او پټرولیم وزارت په اډانه کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر لا پراختیا هم ټينګار وکړ.