په بامیان ولایت کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله ۳ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي

۳ ساعتونه مخکې

په بامیان ولایت کې د دوو جلا-جلا ټرافیکي پېښو په پایله کې ۳ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي. د دغه ولایت د طالبانو مسوولین وايي، دغه پېښې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په مرکز بامیان او ورس ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، لومړۍ پېښه نن له غرمې وروسته په ورس ولسوالۍ کې د یوه ټونس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او پکې یو کس مړ او ۲ نور ټپيان شوي او د ټونس موټر چلوونکی نیول شوی او تر څار لاندې دی.

دویمه پېښه بیا نن ماښام په مرکز بامیان کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې او پر موټرسایکل سپاره دوه کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ډېری ټرافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

نور خبرونه

رادیو