د اسراییل پوځ وایي، چې د حماس مشران په داسې حال کې د دې ښار له اوسېدونکو غواړي چې له سیمې ونه وځي، چې دوی خپله د ژوند د له لاسه ورکولو له وېرې د غزې د پرېښودو هڅه کوي. پوځ زیاتوي، د حماس ځینې مشران پخپله هم د غزې د پرېښودو غوښتونکي دي.
د اسراییل د پوځ په وینا، دوه اوونۍ مخکې د غزې د ښار د شورا یو غړی انور عطاءالله له خپلې کورنۍ سره یو ځای له غزې وتلی دی.
د اسراییل پوځ وایي، چې د حماس ډېرو لوړپوړو مشرانو غوښتنه کړې، څو د هغوی کورنۍ له غزې ووځي او ځینو پخپله د وتلو غوښتنه هم کړې ده، خو دغه غوښتنه د اسراییل له خوا رد شوې ده.
اسراییلي پوځ حماس په دې تورن کړی چې د غزې له اوسېدونکو څخه د «انساني سپر» په توګه کار اخلي او لیکلي یې دي: «ستاسو دغه قاتل سازمان د غزې اوسېدونکي یوازې پرېښي او پر تاسو یې رواني ترور تپلی، څو په غزې ښار کې مو د انساني سپر په توګه وساتي.»