هند په اسیا جام سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه

۴ ساعتونه مخکې

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام په روانو سیالیو کې پاکستان ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. دغه سیالي نن ماښام (یکشنبه د وږي ۲۳مه) د پاکستان په توپ وهنې سره پیل شوه او په شلو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې جوړې او هند ته یې د ۱۲۸ منډې هدف ورکړ.

هند بیا دغه هدف د درېیو وېکټو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۶م اور کې پوره کړ او ورسره یې د ۷ وېکټو په توپیر لوبه وګټله.

د یادونې وړ ده، چې د اسیا جام په سیالیو کې به افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د سې شنبه په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.

افغان اتلانو په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ سیالۍ کې سیالې هانګ کانګ لوبډلې ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده.

نور خبرونه

رادیو