په نیوزیلېنډ کې زرګونه خلک د فلسطین‌ د ملاتړ په موخه لاریون ته راووتل

۱۷ ساعتونه مخکې

د راپورونو له‌مخې، د نیوزیلېنډ ترټولو لوی ښار اوکلېنډ کې زرګونو خلکو د فلسطین د ملاتړ په موخه لاریون وکړ. د دې لاریون تنظیموونکو ویلي چې شاوخوا ۵۰ زره خلک لاریون ته راغلي، خو پولیسو بیا دا شمېر ۲۰ زره ښودلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، لاریون‌کوونکو د فلسطین بیرغونه او شعارونه پورته کړي، خو کومه نیوکه یې نه درلوده.

«اوټیاروا د فلسطین لپاره» په نوم ډلې له نیوزیلېنډ څخه غوښتنه کړې چې پر اسرايیل بندیزونه ولګوي. د نیوزیلېنډ لومړي وزیر لوکسن د غزې په اړه د اسرايیل تګ‌لاره د شرم وړ بللی ده.

نور خبرونه

رادیو