په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان هره ورځ د هدفي او مرموزو وژنو، غلاوو او نورو وسلهوالو پېښو شاهد دی، د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کوي چې دغه هېواد اوس مهال د امریکا تر شیکاګو ښار ډېر خوندي دی.
نوموړي جمعه (وږي ۲۱مه) له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوې مرکه ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، په داسې حال کې چې شیکاګو او د امریکا ځیني ښارونه لا هم له پراخو جرمونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ دغو څرګندونو ډېر غبرګونونه راپارولي دي. ځینو امریکایانو او د ټرمپ منتقدینو دا پرتلنه مسخره، ناسمه او جنجالي ګڼلې ده.