په پښتونخوا کې یوې جرګې له افغان طالبانو سره پر مذاکراتو ټینګار وکړ

۲ ورځې مخکې

د خېبرپښتونخوا د بېلابېلو سیمو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو ترمنځ په جوړه شوې جرګه کې د دغه ایالت د پراخې ناامنۍ په تړاو اندېښنه ښودل شوې او ټینګار شوی چې د دې کشالې د حل لپاره باید له افغان طالبانو سره مذاکرات وشي.

دوی د پاکستان له مرکزي حکومت نه غوښتنه کړز چې د خبرواترو دا پړاو دې ژر پیل کړي او د قبایلي مشرانو تر څنګ باید د بېلابېلو پښتنو قبیلو مشران په دې کې خبرواترو کې پراخه ونډه ولري. 

دغه غونډه د انصاف محصلانو فدراسيون او د انصاف د ځوانانو څانګې په نوښت رابلل شوې وه. ګډون‌وال یې اکثره د ترهګرۍ او تاوتریخوالي‌ له امله د ځپل شویو سیمو اوسېدونکي وو. دوی همداراز ټینګار وکړ چې د سولې فعالانو پر وړاندې ټولې هغه دوسیې چې د ترهګرۍ په نامه جوړې شوي، باید لغوه شي.

د سجاد مومند په نوم د جرګې یو ګډونوال په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ: «موږ په د جرګې په پرېکړه‌ليک کې ګڼ شمېر غوښتنې وړاندې کړې دي. ځينې له مرکزي حکومت او ځينې له ايالتي حکومت سره تړاو لري. مهمه دا ده چې هره اداره بايد خپل مسووليتونه ترسره کړي.»

نوموړي زياته کړه چې دا جرګه سياسي نه وه، بلکې د سولې فعالان له هر ګوند او ډلي څخه وربلل شوي وو. د ده په وينا، بله جرګه به د راتلونکې جمعې په ورځ د کرک ښار کې جوړه شي.

د نويو پوځي عملياتو مخالفت

د جرګې په وروستي پرېکړه‌ليک کې څرګنده شوې چې ګډون‌وال به هېڅکله د نويو پوځي عملياتو اجازه ورنه کړي. هغوی وويل چې د دوی موخه په ايالت کې سوله ده او حکومت بايد د عملياتو په اړه خپله تګلاره له سره وڅېړي. د ګډون‌کوونکو په باور، د اوسني کړکېچ حل د جرګو جوړېدل او د قبایلو مشرانو د عقل او مشورو کارول دي، نه پوځي عمليات.

ګډون‌والو د خېبرپښتونخوا د ولايتي شورا وروستۍ پرېکړې ته هم اشاره وکړه چې په‌کې «د ملکي واک په مرسته د اقداماتو فرمان» د اساسي حقونو پر ضد بلل شوی. د جرګې د ګډون‌والو په وینا، ان د پېښور عالي محکمې دغه فرمان د بنسټيزو حقونو خلاف اعلان کړی، خو ايالتي حکومت بيا د دې پرېکړې پر ضد د هېواد سترې محکمې ته عريضه کړې ده. جرګې غوښتنه وکړه چې دا عريضه بېرته واخېستل شي.

له افغانستان سره اړيکې او د تګ راتګ لارې

یاده جرګه کې افغانستان ورور هېواد بلل شوی او ټینګار شوی چې هلته له واکمنو طالبانو سره باید قبیلوي مشران د روانې نا امنۍ په تړاو خبرې وکړي. همداراز د خېبر پښتونخوا اړوند د ټولو سوداګریزو لارو د ژر تر ژره پرانېستل کېدو غوښتنې هم مطرح شوې دي. وایي چې له دې سره د‌ پښتونخوا په اقتصادي وضعیت کې د‌ پام وړ بدلون رامنځته کېدلای شي.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې په خېبر پښتونخوا کې ډېره شوې نا امني د طالبانو تر سیورې لاندې د ساتل کېدونکي پاکستاني طالبانو تحریک غړو د فعالیتونو زېږنده ده. پاکستان په وار-وار اندېښنه څرګنده کړې چې پر کابل واکمنو د پاکستاني طالبانو په ګډون د دوی ضد وسله‌والو ته پټن‌ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پرې ترهګریز بریدونه پلانوي.

که څه هم طالبان دا ادعا نه مني، خو وروستیو شواهدو او اسنادو په ډاګه کړې چې د افغانستان دننه ټي ټي پي خوندي پټن‌ځایونه لري‌ او ان افغان طالبان هم د دوی په لیکو کې د جګړو لپاره د خېبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ په ګډون وزیرستان او نورو سیمو ته ځي.

پاکستاني پوځیانو په دې وروستیو کې د هغو افغانانو جسدونه هم طالبانو ته سپارلي چې د ټي‌ټي‌پي په لیکو کې د دوی له لوري وژل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو