پاکستانی پوځ: په تېرو درېیو ورځو کې ۳۵ وسله‌وال او ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي

۱۹ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سپټمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې نېټې په دوو جلاجلا عملیاتو کې ۳۵ وسله‌وال او ۱۲ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وژل شوي وسله‌وال د هند ملاتړي بللي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ زیاتوي، چې یاد ۱۲ پاکستاني سرتېري په سویلي وزیرستان کې له وسله‌والو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د وسله‌والو پر پټنځای د عملیاتو پرمهال یې ۲۲ وسله وال ووژل شول.

اعلامیه زیاتوي،‌ چې په سویلي وزیرستان کې یې هم له وسله والو سره په نښته کې ۱۳ وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ په دې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په یادو برېدونو کې د افغان اتباعو لاس و او د افغانستان له خاوري څخه په استفاده یې په پاکستان کې برېدونه کړې دي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې له افغان طالبانو غوښتنه شوې، چې د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې د افغان وګړو لاس لرل یا هم له افغان خاورې د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو ادعا کوي، تر دې مخکې یې هم ورته ادعاوې کړي، خو د افغان طالبانو لخوا دا تورونه رد شوي دي.

نور خبرونه

رادیو