ادم بولر د نورو امریکايي یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره کابل ته تللی

۱۵ ساعتونه مخکې

د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی ادم بولر نن (شنبه د وږي ۲۲مه) په ناڅاپي سفر کابل تللی. امریکایي چارواکو په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د دویم ځل لپاره د بولر سره ملګری دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د (وږي ۲۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو، د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو پر لارو چارو، پانګونې او په افغانستان کې د نورو فرصتونو په اړه بحث وشو.

متقي په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تېرو خبرو اترو ته په اشارې سره وویل: «اوس عادي اړیکو ته د راستنیدو لپاره ښه فرصت دی او په دوه اړخیزو اړیکو کې داسې پیچلې مسلې نشته چې حل یې ستونزمن وي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د لیدنې پرمهال لومړی د امریکایي پلاوي مشر د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او کابل ته یې خپل پخوانی سفر ګټور وباله.

هغه زیاته کړه، چې دواړه خواوې باید د غوره پایلو ترلاسه کولو لپاره د تېرو غونډو د دوام لپاره هڅې وکړي.

د امریکايي پلاوي مشر ادم بولر په دې هم ټینګار وکړ،چې هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو څه شی وتپي.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې چې دواړه هېوادونو ته ګټه رسولی شي.

دا دویم ځل دی چې د یرغمل شویو کسانو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي ادم بولر په مشرۍ د امریکا یو پلاوی او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته سفر کوي.

متحده ایالاتو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې امریکايي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په ځانګړې توګه محمود شاه حبیبي خو طالبانو خپلو زندانونو کې د هغه شتون رد کړی دی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی و چې که طالبان یرغمل شوي امریکایان خوشې نه کړي نو له سختو پایلو سره به مخ شي.

محمد شاه حبیبي، چې یو افغان الاصله امریکایی تبعه دی، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د استخباراتو لخوا په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د استوګنې ځای په پیژندلو کې د مرستې په تور ونیول شو.

نور خبرونه

رادیو