یو افغان پر پولنډي پوله‌ساتو ځواکونو د برید په تور ونیول شو

۱۳ ساعتونه مخکې

د پولنډ امنیتي ځواکونو یو افغان نیولی چې د اروپايي ټولنې پولیسو تر څار لاندې و. پر نوموړي دا تور دی چې له بېلاروس څخه یې د پولنډ سرتېرې په ډبرو او فلزي پایپونو ویشتل. هغه څو پوله‌ساتي ټپيان کړي او یو موټر یې هم ویجاړ کړی دی.

د پولنډ «پولست‌نیوز» خبري شبکې ویلي د بیالیستوک ښار یوې محکمې حکم کړی چې دا افغان به درې میاشتې په بند کې پاتې وي. د پولنډ څارن‌والي وایي چې نوموړي له بېلاروس څخه پولنډ ته د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ په تنظیمولو کې هم لاس درلود.

دا افغان داسې مهال نیول کېږي، چې د «زاپاد ۲۰۲۵» په نوم پوځي مانورو او امنیتي اندېښنو له امله د پولنډ او بېلاروس ترمنځ پولې تړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو