د ترکیې یوه څارنوال د مخالف ګوند د ۴۸ غړو د نیولو امر کړی

۱۷ ساعتونه مخکې

راپورونه وايي چې د ترکیې یوه څارنوال د استانبول د یوې ناحیې د ښاروال په ګډون د مخالف ګوند د ۴۸ غړو د نیولو امر کړی دی.

رویټرز خبري اژانس شنبه (وږي ۲۲مه) لیکلي چې ترکي پولیسو نن سهار مهال د دې اشخاصو د نیولو لپاره پر ۷۲ ځایونو چاپې وهلي دي.

پر دې خلکو تور پورې شوی چې په بډو اخیستلو او اداري فساد کې لاس لري، خو د دغه ګوند یوه غړي حسن متلو چې د بایرامپاشا ښاروال دی دا تورونه رد کړي او د څارنوال پرېکړه یې پر خپل ګوند سياسي فشار بللی دی.

نور خبرونه

رادیو