هرات کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د رېکشا او موټرسایکلونو د تولید فابریکه پرانیستل شوه

۱۲ ساعتونه مخکې

په هرات ولایت کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د رېکشا او برېښنايي موټرسایکلونو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه.
د یادې فابریکې د پلور مسوول ګدا محمد احراري وايي، چې یاده فابریکه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د وسایطو د تولید او بسته بندۍ په موخه جوړه شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د شنبې په ورځ (وږي ۲۲مه) د فابریکې د مسوولینو په حواله لیکلي، چې اوس مهال د رېشکا او برېښنايي موټرسایکلونو په فابریکه کې شاوخوا ۱۰۰ تنه کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.
د فابریکې د پلور مسوول ګدا محمد احراري زیاته کړه، چې دغه فابریکه هره ورځ لسګونه بېلابېل ډولونه برېښنايي موټرسایکلونه او ریکشاګانې تولیدوي، چې د انرژۍ لږ مصرف او لوړ کیفیت لري.

د فابریکې د پرانیستلو پرمهال د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس ناصر امین وویل، چې د صنعتکارانو ملاتړ د هېواد د صنعت د ودې لپاره اغېزناک تمام شوی او په صنعتي ښارګوټي کې د ماشینونو تولید هم وده کړې ده.
بل‌خوا د طالبانو د هرات د چاپېریال ساتنې رییس عبدالعلي متقي له صنعتکارانو وغوښتل، چې د توکو د تولید ترڅنګ دې چاپېریال ساتنې ته هم پام وکړي او د برېښنايي وسایطو تولید یې د چاپېریال د ساتنې لپاره ارزښتناک وباله.
د فابریکې د مسوولینو په وینا، هڅه کوي چې په راتلونکي کې د برېښنايي موټرو تولید هم پیل کړي، څو د هېواد په کچه د شنه اقتصاد او پاک چاپېریال لپاره لا ډېر مثبت بدلونونه راولي.

نور خبرونه

رادیو