د پنجشېر په مرکز بازارک کې سیند دوه کسان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او څو ساعته وروسته یې مړي موندل شوي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښه د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) رامنځته شوې ده.
د ځایي طالب چارواکو په وینا، د دغې پېښې قربانیان یو یې د پنجشېر د رُخه ولسوالۍ او بل یې د پروان اوسېدونکي و او د تفرېح لپاره دغې سیمې ته تللي و.
مسوولین زیاتوي، د یادو لامبو وهونکو جسدونه تر موندنې وروسته کورنیو ته یې سپارل شوي دي.