د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان د کډوالۍ، اقلیمي بدلون او د مرستو له کمښت سره مخ دی

پرون

د کډوالۍ نړۍ وال سازمان وایي، د بودجې د کمښت له امله نشي کولی دغه هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنیوی وکړي.

په افغانستان کې د «اې او ایم» مشرې «میهیونګ پارک» زیاته کړې، چې د دغه هېواد په ختیځ کې له مرګونو زلزلو سره دغه وضعیت لاپسې کړکېچن شوی دی.

د نوموړې په وینا، یوازې په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه ۲ میلیونه افغانان راستانه شوي. دا زیاتوي، ډېری دغه راستانه شوي کسان له ایران څخه په زور راشړل شوي او ځينې نور یې په خپله خوښه راغلي دي.

د دغه سازمان مشرې «میهیونګ پارک» له ايرونیوز سره په ځانګړې مرکه ویلي، په دې کړکېچن حالت کې پاکستان هم د «پي او ار »کارت لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی دی.

د نوموړې په وینا، ډېری دغه راستنېدونکي د ژوند د دوام لپاره هېڅ هم نه لري او له سرپناه نیولې بیا تر خوراکي توکو اړتیا لري.

مېهیونګ پارک وايي، «هغوی یوې نوې فضا ته راځي. نه پوهېږي چې له دغه نوې فضا سره څنګه ځانونه عیار کړي. دوی نغدو پیسو، کور او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري.»

هغه زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، امریکا له دغه هېواد سره د «۱،۷میلیارده ډالرو» مرستې بندې کړې او ورسره جوخت شاوخوا پنځوسو نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم خپلې چارې کمې او یا هم په بشپړه توګه بندې کړې.

ملګرو ملتونو په هغه وخت کې خبرداری ورکړی و چې د مرستو په دغه ډول پرېکون سره به میلیونونه کسان له جدي ستونزو سره مخ شي.

مېرمن پارک زیاته کړه، «د مرستو کمښت زموږ پر کارونو خورا جدي اغېز کړی دی، نه یوازې پر «اې او اېم» بلکې پر ټولو بشري مرستندویه ادارو چې دلته فعالیت کوي. موږ اړ شو ډېرې سختې پرېکړې وکړو (...) او دا د زلزلې او له ایران او پاکستان څخه د ستنېدونکو د نوې څپې له راتګ مخکې و.»

هغې همداراز ویلي، کله چې په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستان څخه شاوخوا یو میلیون افغانان راستانه شول، نو کابو له ټولو سره بېړنۍ مرستې وشوې، خو اوس یوازې له شلو تر ۳۰ سلنې هغه هم چې ډېر اړ دي ورسره مرستې کېږي.

نوموړې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې مرګونې زلزلې ته په اشارې سره ویلي، له شاخوا نیم میلیون زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د شاوخوا ۱۴۰ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښځینه ستنېدونکې د طالبانو د محدودیتونو له امله له ځانګړو ستونزو سره مخ دي او د مېرمن پارک په وینا، دغه ښځې او په ځانګړي ډول له ایرانه ستنېدونکې ښځې چې لوستې دي، کار یې کړی او له یوه ازاد ټولنیز چاپېریال سره بلدې دي، نو«کله چې بېرته افغانستان ته ستنېږي، له یوې داسې ټولنې سره مخ کېږي چې نه د زده کړو اجازه لري او نه د کار، او دا هغوی ته خورا سخته ده.»

د «اې او اېم» د معلوماتو له مخې، له ایران څخه په راستنېدونکو کې نږدې درېیمه برخه یې ښځې دي او له پاکستان څخه بیا په راستنېدونکو کې سم نیمايي یې ښځې دي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې، د تېرې ۵شنبې په ورځ د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځینه و پر کار له بندیز سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له ستنېدونکو افغانانو سره د خپلو مرستو بهیر ودراوه.

نور خبرونه

رادیو