ملا برادر: نړیواله ټولنه دې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې ۱۳ ورځې وروسته، کونړ ته سفر کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي، څو زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

ملا عبدالغني برادر د یو شمېر نورو لوړ پوړو طالب چارواکو په ملتیا د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) زلزله‌ځپلي کونړ ته سفر کړی. نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې ترلاسه شوې مرستې به په شفاف ډول پر اړمنو کسان ووېشل شي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا برادر له سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د کونړ زلزله‌ځپلو سره دې مرستو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې د ملا برادر له قوله ویل شوي:«هڅه کوو چې په زلزله کې د ورانو شویو کورنو د بېرته رغولو لپاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پېښو د زیان کچې راکمېدو لپاره هر اړخیز تدابیر ونیسو.»

پر همدغه مهال ملا برادر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر افغانستان لګول شوې بندیزونه پای ته ورسوي، څو زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې تېره ورځ د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په کابل کې د بهرنیو هېوادنو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې پر افغانستان د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو