د طالبانو د نیمروز ولایت مقام اعلان کړی چې د دغه ولایت مرکز به له زرنج ښار څخه غورغوري سیمې ته ولېږدول شي.
د طالبانو د والي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې له کابله تخنیکي پلاوي د مرکز د لېږد لپاره یو ستراتیژیکه طرحه وړاندې کړی دی.
د طالبانو د نیمروز ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ستراتیژیکه طرحه چې په کې د استوګنیزو واحدونو، ټرانسپورټي، سوداګریز، صنعتي او اداري تاسیساتو جوړولو پلان شامل دی.
د راپورونو له مخې، د دې بدلون اصلي دلیلونه د څښاک اوبو کمښت، اقتصادي وضعیت، چاپېریالي او سیاسي ستونزې ښودل شوي دي. د نیمروز ولایت مقام له ټولو ادارو غوښتنه کړې چې د دې لېږد بهیر سره همکاري وکړي.
یاده دې وي چې طالبانو تر دې وړاندې هم د ځینو ولایتونو د مرکزونو د لېږد او د ښارونو د نومونو د بدلون پرېکړې کړې وې.
د ۱۴۰۱د سلواغې په میاشت کې د بغلان د مرکز د انتقال موضوع راپورته شوه، خو عملي نه شوه. همداراز، د همدې کال د قوس په میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې د پروان ولایت د چاریکار ښار نوم یې په رسمي ډول «امام اعظم ابوحنیفه» ته بدل کړی دی.
شنونکي وايي، د طالبانو دغه ډول پرېکړې د محلي خلکو د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو پر ځای زیاتره د سیاسي او ایدیولوژیکو موخو پر بنسټ کېږي او ښايي د ځايي خلکو د ناخوښۍ لامل شي.