د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د جرمي پېښو د مخنیوي، امنیت او ښاري نظم په موخه لسګونه ثابتې او متحرکې امنیتي کمرې لګولې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په خوست ښار کې د کمرو لګولو پروژه د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له خوا د ۳،۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې شوې ده.
طالبانو ویلي، چې د څارونکو کمرو لګول به په خوست ښار کې د جرمي پېښو په کنټرول، د مجرمانو پېژندنې او ژر نیولو کې مهم رول ولري.
په ورته وخت کې په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګوربز ویلي، د دې کمرو له لارې به د ښار مهم سړکونه، څلورلارې، مارکېټونه، دولتي ادارې او ګڼ مېشتي ځایونه ۲۴ ساعته تر څارنې لاندې وي.
دا په خوست ولایت کې د امنیتې کمرو لګولو دویمه پروژه ده او تردې وړاندې هم په دغه ولایت کې ۱۵ امنیتي کمرې لګول شوې وې.