په اکواډور زندان کې د نښتې له امله لږترلږه ۳۱ بندیان وژل شوي

۳ ساعتونه مخکې

په سوېلي اکواډور کې د ماشالا ښار زندان کې د یکشنبې په ورځ د شخړې له امله لږترلږه ۳۱ بندیان وژل شوي دي. دغه زندان تر دې وړاندې هم د بندیانو د بیا تنظیم له امله د یوې کوچنۍ شخړې شاهد و، چې په‌کې څلور کسان وژل شوي وو.

یاده دې وي، چې په تېر سپتمبر کې هم د همدې زندان د بندیانو ترمنځ د شخړې له امله ۱۴ کسان وژل شوي وو او ۱۴ نور ټپیان وو. له یادې پېښې څو ورځې وروسته په شمالي ښار اسمرالډاس کې هم د یوه بل زندان په شخړه کې ۱۷ کسان وژل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو