اوکراین په کریمیا کې د روسيې د تېلو ډیپو په نښه کړه

۲ ساعتونه مخکې

اوکرایني ځواکونو د کریمیا ګوارديیسکوی کلي ترڅنګ د روسيې د تېلو پر ډیپو د بې‌پېلوټه الوتکو برید کړی. ځایي اوسېدونکو د تېلو پر دغه ډېپو د چاودنو او د اورلګېدنې خبر پخلی کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت بیا ادعا کړې، چې د هوايي دفاع سیسټمونو یې لس اوکرایني ډرونونه نسکور کړي؛ خو اوکراین لا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي. یاده ډیپو چې د ګوارديیسکوی هوايي اډې ته نږدې موقعیت لري، په تېرو میاشتو کې په پرله‌پسې توګه د اوکراین په ډرون بریدونو کې په نښه شوې ده.

روسي ځواکونه دغه ډېپو د اوکراین پر وړاندې د بریدونو لپاره کاروي.

نور خبرونه

رادیو